داشغال تر سيوري لاندي دامنيتي تړون امضآکودوهمه اودريمه برخه
  انجنيرسيد عبدالقادر انجنيرسيد عبدالقادر

            

     ۸ ــ ۶ ــ ۲۰۱۳                  دوهمه برخه :داشغال په تيرو کلونوکي يرغللګروولي قضايي مصؤنيت درلودي ؟   دريمه برخه : د قضايي مصؤنيت په هکله دکرزي او اوباما تر منځ زرګري جګړه  .                               مخکي تر دې چی داشغال په تيرو دولسو کلنو کي دبهرنيو پوځي قوتونو د قضايي مصؤنيت په هکله يو څه وليکو ، لازمه ده ووايو چی قضايي مصؤنيت د يودولت له پاره  عادي مسلْه نه  بلکه د يوه پراخ  مسؤليت څخه ډکه مسلْه ده ۰ ځکه نو ديو دولت مشر تابه او نور لوړ پوړي چارواکي نه سي کولاي چی  په خپل هيواد کي د بهرنيو ځواکونو يا د اشخاصو  دکړونو په هکله په خپل هيواد کي هغوي ته   قضايي مصؤنيت ورپه برخه کړي ۰ دا ځکه چی ديوه دولت مشرتابه دا حق نه لري چی دخلګو طبعي ژوند دبهرنيانو تر ګواښ لاندي راولي ، يعني دولس ديوي برخي ژوند او مادي شتمني له منځه يوسي ۰ که داسي يو کار ددولت مشرتابه اويانور چارواکي تر سره کړي ، په هغه صورت کي دا يو ملي خيانت بلل کيدلايسي ، چی  په دې حالت کي ولس بيا حق لري چی ددوي دمحکمي غوښتونکي سي ۰ځکه نود دولت مشرتابه بايد  د قضايي مصؤنيت مسله دولس دريښتينو استازو سره په ګډه حل او فصل کړي ۰  او نه يوازي  بايد دقضايي مصؤنيت ټوله محتوا او ټکي  دجمعي رسنيو له لاري دخلګو تر غوږو پوري ورسيږي  ، بلکه دولس غوښتني هم بايد پکښي ځاي پرځاي او  ښکاره سي ۰ که داسي ونه سي ، او دقضايي مصؤنيت دتړون محتوا دجرګي تر جوړيدو پوري دولس څخه پټه وساتل سي ،  نوپه دې صورت کي دجرګي ټول هوکړه کوونکي دملي خيانت مرتکب کيدلايسي ۰ بايد وويل سي چی په يوهيوادکي دقضايي مصؤنيت مسله دملي ګټو په روڼا کي بايد  طرحه او بيا په جرګه کي  درائيو په اتفاق يا اکثريت هوکړه پروسي ۰ ديادولو وړ خبره داده چی په  هغه هيوادونوکي  چی تراشغال لاندي وي دقضايي مصؤنيت  مسله د ولس دفريب له پاره راميدان ته کيږي ، چی ددې تړون ترلاس ليک  لاندي اشغالګر ځواک او ګوډاګي رژيم وکړايسي خپل نوي  بشري او اقتصادي جنايتونوته لاره هواره   دنړيوالو اوافغان  ولس په وړاندي خپلو د جناياتو ډکو کړونوته  يوه  قانوني بڼه ور کړي  ۰ ځکه نوددې تړون   دتصويب له پاره ګوډاګي چارواکي کوښښ کوي چی  دولس ريښتني استازي جرګي ته لاره پيدا نه کړي ،  بلکه داسي کسان راميدان ته کړي ، چی هغوي د کورنيو او بهرنيو  استخباراتي کړيو سره په  اړوند کي وي  او يا داسي کسان را ميدان ته کوي  چی خپله رايه دپيسو په مقابل کي وپلوري  ۰ ځکه نو داوسني تر اشغال لاندي حالت کي  دداسي تړون  په اړوند لازمه ده ، چی سياسي ملي ګوندونه ، اجتماعي جوړښتونه اوسياسي  مستقل مسلکي کار پوهان دملي ګټو په روڼا کي  يوګډ کنفرانس   جوړ او په پايله کي  خپل وړانديزونه ديوي مصوبي په څیر دملګرو ملتونو اداري او افغان چارواکو ته وسپاري ۰   متاسفانه چی په تيرو دولسو کلونو کي افغان چارواکو دولس په پټه په ( ۲۰۰۱ ) کال کي د آيساف دځواکونو سره دقضايي مصؤنيت تړون  امضآ کړي دي ۰ د  (  لوي افغانستان د ۱۱ ــ ۶ ــ ۲۰۱۱ دنيټي په حواله  )  ۰ دا تړون  افغان ولس ته دحقوقي پلوه هيڅ ډول مشروعيت نه لري ۰معلومه خبره ده چی اشغالي ځواکونه هروخت  مخکي تر يرغل دخپلو ګوډاګيانو سره دولس دشتمنيو د ويش  او هم خپل تر منځ دنورو مادي او معنوي امتيازونو په هکله خبري او فيصلي کوي ۰ چی دا لاندي دقضايي مصؤنيت  تړون يو دهغو امتيازونو څخه دي چی اشغالګرو ته ورکول سوي دي ۰ ښکاره خبره ده چی دقضايي مصؤنيت دتړون تر څنګ  داشغالي حاکميتونو او ګوډاګيانو تر منځ دافغان ولس  دملي شتمنيو ويش هم ددوي ستراتيژي يوه برخه د ه ،  چی په تيرو دولسو کلونو کي افغان ولس هر څه په خپلو سترګو وليدل ۰دواړي  خواوي چی   د افغان ولس په وړاندي  هر  بشري او اقتصادي جنايت تر  سره  کوي ،  دامکان تر حده پوري  پټ ساتي اوکه ځيني وخت د رسنيو پر مخ باندي  ښکاره سي بيا  چارواکي  په يوه او بله بڼه دولس د فريب له پاره څرګندوني کوي ، د پيښي دمعلومولو له پاره کميسونونه ټاکي ، ولي دهيڅ پيښي دمعلومولو پايلي نه دي ښکاره سوي ځکه نو مجرمينو ته جزا هم نه ده ورکول سوي ۰ دا ځکه چی دوي خپل تر منځ دقضايي مصؤنيت تړون لاس ليک کړي دي  ۰دبيلګي په ډول دتير کال دروژي مبارکي مياشتي په لومړي ورځو کی دهلمند په ولايت کي دوي معصومي خويندي ( ۱۷ کلنه او ۱۳ کلنه ) ديوه جنايتکار ترجمان له خوا تښتول سوي او ديرغلګرو پوځي اډي ته يي بيولي او هلته يي داسلاميت ، انسانيت ، او شرافت څخه ليري تر جنسي تيري لاندي راوستلي او ۲۴ ساعته وروسته يي بيرته خوشې کړي او بيرته خپل کورته ولاړي ۰ کوم وخت چی مور او پلاريي دا دوحشت ډکه صحنه وليدله نوريي  هيڅ په توان کي نه وه ، او خپل ټوپک يي راواخيستي او خپلي دواړي لوړڼي په شهادت ورسولي ۰ امنيتي ځواکونه چی ددې پيښي څخه خبرسول نو سم دلاسه يي دغه پلار ونيوي او زندان ته يي واچوي ۰د دې اجيروپوليسو قومندان په ډير افتخار دژورنالستانو په وړاندي وويل چی دا قاتل مو نيولي او د ولس دتيروتلو له پاره هم وويل چی دترجمان دنيولو په لټه کي يو ، ولي نوره دا قضيه بيا پټه وساتل سوله ۰دوي  مياشتي تر مخه د ( هلال احمر ) مشرتابه په خپلو څرګندونو کي وويل چی زموږ اداري ته پرافغانانو باندي د بهرنيو څواکونود ( شلو ) جنسي تيريو

 پيښي خبر راغلي دي ، ولي شايد دا پيښي به ډيري وي ، ولي ولسي خلک دشرمه او غيرته موږ ته خبر نه دي راکړي ۰ او وڅنګ ته بايد ووايو چی د مملکت په مختليفو ګوټونو کي داسي ورځ کمي ليدل سوي دي چی جنګ سالاران دي پر ماشومانو ( انجونو ، هلکانو ) باندي جنسي تیري نه وي کړي ، ولي هيڅوک تر اوسه مجازات سوي هم نه دي ، او دا دوحشت څخه د ډکو پيښو لړۍ دګوډاګي رژيم تر سيوري لاندي دهيواد په مختليفو سيمو په ځانګړي توګه په شمالي صفحاتو کي په ډير شدت اوبيله ويري مخ ته ځي ، حتا دبي سرپرستو ماشومانو استوګن ځايونه ( پرورشګاه وطن ) ته هم دوي لاره پيدا کړي او دشپي له خوا په يوه او بل ډول داماشومان دجنسي تيري له پاره خپلو کورونو ته بيايي ۰ چی دا ټوله داشغال هغه ناوړي پايلي دي چی په اوس مهال کي افغان ولس ورسره مخامخ دي ۰     اوس به ددې تړون محتوا چی په ريښتينه توګه  دشرمه ډک هر څه پکښي نغښتي دي په لاندي څو کرښو کي محترمو لوستونکو ته  رانقل کړم ۰  او بيابه په څو لنډو بيلګو کي  وګورو چی ددې تړون ترلاس ليک  وروسته افغان ولس دبهرنيو ځواکونو او افغان ګوډاګيانو له خوا دکوم برخه ليک سره مخامخ سوي دي ۰                                                                                                                            

دتړون محتوا په لاندي ډول باندي ده :    

( له هغه وروسته چې په ٢٠٠١ لومړي کال کې د وخت د کورنيو چارو د وزير محمد يونس قانوني او ايساف ترمنځ لاسليک شوى تړون ويسا ورځپاڼې افشاء کړ، کتونکي ددې تړون د لاسليک کوونکو او تاييدونکي ملي خاينين بولي او د محاکمې غوښتنه يې کوي. دغه تړون چې د وخت د کورنيو چارو وزير يونس قانوني له ايساف سره کړى، د وخت د بهرنيو چارو وزير ډاکټر عبدالله عبدالله هم تاييد کړى دى. ددې تړون له مخې ايساف د افغانستان په خاوره او هوا کې د هر ډول کړنو اجازه لري، آيساف اوځواکونه يې خلکو ته د هر ډول زيان رسولو په بدل کې د تاوان د ورکړې مسوليت نه لري او په افغانستان کې د هېڅ جرم په مرتکب کېدو سره محاکمه کېداى نه شي. په تړون کې ويل شوي چې آيساف پوره او نه منع کېدونکې آزادي لري، چې د افغانستان په ټوله خاوره او هوا کې حرکت وکړي او که لازمه وي له هر سياسي، اجتماعي او ديني مشر سره اړيکه ټينګه کړي. په دې تړون کې آيساف او د هغوى کمکي کسان له ټولو شرايطو سره، او په هر وخت کې د هر ډول جرم په کولو سره چې د افغانستان په خاوره کې يې ترسره کړى وي، د هر ډول نيولو او بندې کولو څخه به خوندي وي، که چېرې په کوم جرم باندې نيول کيږي، له ځنډ پرته به آيساف ته سپارل کيږي. په دې تړون کې ويل شوي چې موقت حکومت دا تړون کوي چې آيساف او د هغوى پورې اړوند کسان هېڅ يوې بين المللي محکمې او يا هېڅ ډول بل سازمان ته نه سپاري، مګر دا چې د اړوند شخص د هېواد په توافق سره او دنظر وړ وي، ددې تړون د ليک پر آساس به د ايساف ځواکونه له هر ډول ټکس او ګمرک څخه آزاد وي. د آيساف ځواکونه او په آيساف پورې مربوط کسان کولاى شي له اجازې پرته د افغانستان خاورې ته سفر او تګ راتګ وکړي.)                                                                        

پورتني تړون ځکه افغان چارواکو دآيساف دځواکونو سره لاس ليک کړي دي ، چی دوي نه يوازي په افغانستان کي  دامريکا داستعماري ستراتيژي دپولي کولو افغاني ابزار دي ، بلکه  دوي  خپله مادي او معنوي ګټه هم  پکښي ليدلي او تر لاسه کړي هم  ده ۰ ښه نيژدي بيلګه يي په پارلمان کي ديوه کوچني جنګ سالار ( حاجي ظاهر قدير )  ښکاره اعتراف دي چی په ډير افتخار سره يي وويل چی  زه د ( ۳۶۵ ) ميلونو ډالرو او ( ۳۰۰ ) موټرو څښتن يم ۰په داسي حال کي چی څو مياشتي مخکي دمشرانو دجرګي دشکا ياتو دکميسون مشر دژورنالستانو په وړاندي دنورو څرګندونو تر څنګ يي وويل چی د حاجي ظاهر قدير باندي دننګرهار دولايت څخه ( ۱۴۰ ) کسانو عريضي کړي چی زموږ مځکي يي غضب کړي دي ۰  دلويو جنګ سالارانو او بر حاله تيکنوکراتانو حسابونه لا پاک خداي (ج) پوهيږي چی څونه دي ۰ په داسي حال کي   کرزي ځان  د اسلامي جمهوريت مشرتابه  بولي ، دملت شتمني دبهرنيو او کورنيو له خوا دده ومخ ته  دچور او چپاول سره مخامخ ده ۰ ولي د ه  ټول معلوم الحاله بهرني او کورني  بشري او اقتصادي جنايتکاران په يوه او بل ډول  دولس دمحکمي څخه ليري ساتلي دي ۰  معلومه خبره ده چی د ټولو جنايتکارانو د نامشروع کړنوپيټي د ه پر خپلو اوږو باندي اخستي دي ۰دا ځکه چی دامریکا غیر مشروع حمايت ورسره دی ۰      آيا د اسلامي جمهوریت مشرتابه  د بيت المال شتمني بايد پر  جنايتکارانو با ندي هم داسي  وويشي ؟   ځان دملت دشتمنيو ساتونکي او که پلورونکي بولي ؟ داسلام او دبشري حقوقو لاره خو دا  نه ده ۰ تاسو مجاهدينو خو په ۱۹۹۲ کال کي ويل ، چی موږ د خلفاي راشدينو لار ه مخ ته بيايو، بيا مو نو ملي شتمني چور په لس هاوو زره بي ګناه افغانان شهيدان او دکابل ښار مو په کنډواله تبديل کړ ۰دخلفاي راشدين لاره هم دا سي  ده ؟   د محمد ( ص ) دوهم يار عمر بن خطاب ( رض ) په يوه  خطبه کي وخپلو خلګو ته بيا  داسي   ويلي دي  :  زه ستاسو دمال ( بيت المال ) داسي ساتونکي يم لکه يوڅوک چی ديوه یتيم ساتونکي وي   ( زنده ګي اجتماعي اقتصادي عمر بن خطاب  رض  صفحه ۳۱۶ ) ۰     سوال دادي چی تاسو جهادي لوی او کوچني ږيرور و( ددولت واکمنان )  په دې حاکميت کي داسلام کوم رکن پر ځاي کړي دي ؟  ستاسو هريو يادکورني غړي مو دکرزي تر ږيري لاندي  په غير مشروع ډول دملت په شتمنيو  دسلګونوميلونوډالرو خاوندان سوي  ياست ۰ او کرزي هم دتيرو دولسو کلونو راهيسي  دخپل صلاحيت څخه ليري دملت دشتمنيوپه  ويش شروع کړي ده ،  او خپل ځان ته هم په غير قانوني ډول په دولتي ماڼي  ( دمرحوم محمد داود خان کور ) کي قصر جوړوي  چی دتقاعد په وخت کي هلته ژوند وکړي ۰  په داسي حال کي  چی عمر بن خطاب له قوله د جمهور رئيس حلال او قانوني حق دا دي  ۱ ــ په کال کي دوي جوړي کالی يوه دژمي بله د اوړي  ۲ ــ په کال کي يوځل حج ۳ ــ دخپلي کورني نفقه د عمومي غنيمت څخه ديو متوسط نفر په اندازه  ۴ ــ  د خلګو په منځ کي دعايداتو په تقسيم کي ديوه نفر د حق په اندازه  سهم  ( صفحه ۵۰۴ ) ۰  يوځل  عمر ( رض)  ته خپل زوم راغلي او غوښتنه يي ځيني وکړه ،  چی دبيت المال څخه ماته يوڅه راکړه  ، عمر (رض ) دده خبره قبوله نه کړه او ورته يي وويل :  ته غواړي  چی زه د پاک خداي ( ج ) په حضور کي  دخائين پاچاه په څير ښکاره سم ۰ وروسته يي هغه ته د خپل  ملکيت څخه يو څه ورکړل ۰ صفحه ۴۸۲ )  

کرزي صاحبه :  یوه ورځ عمر ( رض ) دمصر او شمالي افريقا جمهوررئيس ( عمر و بن عاص )  ته وليکل : چی ماته خبر رارسيدلي دي چی ته دډير ثروت خاوند سوي يي ،   په ټول مصر او شمالی افريقا کي دا خبرهم  خپور سوي دي ۰ او پر دې ماموريت تر انتخاب دمخه دداسي لوي ثروت خاوند نه وي  ، ماته توضيح راکړه  ، چی دا دي له کومه کړي دي  هغه دده دليک په ځواب کي د خپل ثروت په هکله ډير دليلونه ورته وليکل ،  مګرد  عمر (رض ) دقبول وړ ونه ګرځيدل ۰  او ورته يي وي ليکل چی ۰۰۰ محمد بن مسلمه مي  درواستاوه او وظيفه مي ورکړي ده ، چی ټول مال دي مصادره او دخلګو تر منځ تقسيم کړي  ( صفحه ۳۴۴  ) ۰ کرزي صاب تاسو بيا بشري او اقتصادي جنايتکاران تر خپلي ږيري لاندي ساتلي او د محکمي څخه يي ليري ساتي ۰  او  عمر (ض) دخلافت په دريمه ورځ خپل ولس ته د اوږدي خطبي په يوه برخه کي داسي وويل : څوک چی پر بل چاه باندي ظلم وکړي او يا دبل چا ه پر حق باندي تيري وکړي ، ني پريږدم تر څو دمخ يو اړخ يي پرمځکه کښي نږدم اودمخ پر بل اړخ يي خپله پښه کښي نږدم تر څو وحق ته نه وي تسليم سوي ۰ زما دتند طبيعت سره بيا هم خپل سر دسالم او پرهیزګار انسان په وړاندي کښته کوم ۰ او تاسي پرما باندي حق او حقوق لري ، هغه بايد زما څخه وغواړي ( صفحه ۳۶ ــ ۳۷ )

 

اوس به دلته داشغال په تيرو دولسو کلونو کي د( ۲۰۰۱ ) کال دقضايي مصؤنيت تر چتر لاندي ديرغلګر ځواک دبشريي او اقتصادي جناياتو څو بيلګي رانقل کړو :

د ( ۱۲ ــ ۲ ــ ۲۰۱۱ )  نيټي  دباختر داطلاعاتي آژانس په حواله   :  دکندهار ولایت د شا ه ولي کوټ ولسوالۍ یو شمېر مشرانو حامد کرزي سره په کتنه کې مولوي سلطان محمد د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، له تیرو درې کلونو را په دې خوایې په دې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د عملیاتو په اړوند  وې ویل: د تیرو دریو کلونو په ترڅ کې د بهرنیو ځواکونو له خوا شاوخوا ۳۱۰ تنه بې ګناه ولسي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي،شهیدان شوي، ۱۸۹ تنه ټپیان شوي، ۵۸۰ تنه نیول شوي او ۲۵۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي. ده زیاته کړه: په دې موده کې پر انساني مرګ ژوبلې سربیره د خلکو د کورونو دروازې په بمونو الوزول شوي، دیني او سپیڅلو کتابونو ته سپکاوی شوی او هغه یې په کوليو ویشتلي دي، دافغاني او اسلامي فرهنګ پرخلاف ښځو ته سپکاوی شوی، د ولسي خلکو کورونه، دوکانونه، موټر، موټر سایکلونه او ژرندې په توپونو او بمونو له منځه وړل شوي او آن په اهلي څارویو هم رحم نه دی شوی او هغه هم په کولیو ویشتل شوي دي. مولوی سلطان محمد د روان کال د لندۍ د میاشتې په اتمه نیټه د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په کندلان کلي د بهرنیو ځواکونو له خوا برید ته داشارې په ترڅ کې وویل: دغو ځواکونو دکلي خلک د شپې په تورتم کې له خپلو کورونو را و ایستل او له وهلو، ټکولو او په سړه هواکې له درولو وروسته یې د څیړنې په جریان کې په سپیو باندې وداړل او بیا یې ورباندې تیل واچول او په ژوندونی یې وسوځول. ده زیاته کړه: دبهرنیو ځواکونو په دغه برید کې یو شمېر سپین ږیري په کولیو ویشتل شوی او یو شمېر یې په بمونو الوزول شوي دي.

اوس هم بايد ووايو چی دا استعماري اشغال نه بلکه  دوستانه  پوځي حضور دي ؟

ــ د ۱۹ ــ ۲ ــ۲۰۱۰ ) نيټي  دواشنګتن پوست ورځپاڼي د يوي مقالي  په يوه برخه کي داسي ليکلي دي  : دامريکا دپوځ هغه قطعات چی دهلمند په ولايت کي دطالبانو سره جګړه کوي ، هغو ملکي افغانانو ته دمرګ ژوبلي دوراوښتو تاوان ورکوي چی دهم دغو قواوو په ډزو کي ورته  اوړي ۰ پوځي قوماندانان وایي چې د مرګ ژوبلو په بدل کې د نقدو پیسو ورکول په افغانسان کې تر ټولو غوره لار ده ځکه چې عام خلک زیات بې وسه دي او په هم دې سره به د هغوي غم او خپګان یو څه را کم شي. ورځپاڼه وایي چې د یوه ماشوم د وژل کیدو په بدل کې به یې کورنۍ ته د 15 سوو ډالرو نه نیولې تر 2500 ډالرو پورې تاوان ورکړل شي، هر ټپي شوي شخص ته به د 6 سوو ډالرو نه نیولې تر 15 سوو ډالرو پورې تاوان ورکړل شي.

دامريکايي استعمار او جهادي لوي جنګ سا لارانو  تر چتر لاندي دافغانانو دژوند بيي ته پورتني قيمت ټاکل سوي دي ۰

ـــ د ۲۵ ــ ۱ ــ ۲۰۱۱ ( ماشام په خير افغانستان ) په حواله دافغانستان جمهور رئیس، دنړیوالو ځواکونو له خوا دونو پریکول دهیواد دملي شتمنیو پر وړاندي جنایت بللی دي. دجمهوري ریاست دویندویه دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي: په هیواد کې ځای پر ځای نړیوالو ځواکونو د غزني ولایت په بند سرده سیمه کې تازه ۴ زره ونی پری کړي دي. خبرپاڼه زیاتوي:  دنړیوالو ځواکونو دیادی کړنې دغندلو په خواکې له هغوی څخه غوښتنه کړي ترڅو، دافغانستان ملي شتمنیو پروړاندي دغه شان جنایتونه تکرار نه کړي.

اشغالګر ځواکونه نه يوازي بشري او اقتصادي جنايتونه تر سره کړي ،   بلکه دطبيعت په وړاندي يی هم زموږ په وطن کي ستر جنايتونه تر  کړي دي ۰چی پورتنيي جنايت يي  ښه بيلګه ده ،او هيڅوک يي محکمي ته هم نه سي کشولاي ۰ بله  بيلګه يي  دهلمند دولايت دکجکي دولسوالي پر څو کورونو باندي دناټو دقواووبمباردونه وه ، چی وروسته دکرزي دفرمان له مخي يو هيئت سيمي ته ولاړ،او دراستنيدو وروسته يي پر۱۲ــ۱۰ ـ ۲۰۱۰  دجمعي رسنيو له لاري خبر داسي خپور سو ۰ چی دناټو قواوو ديوه طالب له پاره دري کوره وران کړي ،  شل تنه يي شهيدان کړي او ۱۳ تنه يي زخميان کړي دي

ــــ   امریکایی خبري شبکه ( سي . بی . ایس . نیوز ) د ګلوبل پوسټ ورځپاڼی د راپور په حواله لیکی چی امریکایی پوځ د کندهار په ژړۍ ولسوالي کی د ملکی خلکو په سلګونو کورونه ، زراعتی مځکی ، دېوالونه ، او وني تباه کړي دي او هلته یې په چاودېدونکو موادو او بلډوزرونو سره لومړی هغه نړولي او بیا هوار کړي دي او خپل ټانکونه پکښی ځغلوی . راپور زیاتوی چی د امریکایانو دغه کار کلیوال خښمولي او پارولي دي . د سیمی خلک شکایت کوی چی امریکایی پوځ زموږ ملکیتونه تباه کړل ، ډیر خلک یې بې کوره کړل او د اوبو لګولو ویالې یې ډکی او بندی کړې چی دغه کار ستر زیانونه راواړول . هغوی زیاتوی چی آیا. امریکایان په خپلو دغو اعمالو سره د افغانانو زړونه ګټلای سی ؟ ( دلراو بر ويب پاڼه ۱۱    ــ ۱۱ ـــ ۲۰۱۰ )

ـــ امریکایی خپرونه ( وایرډ ) راپور ورکوی چی امریکایی قواوو پر کندهار د خپلو پوځی عملیاتو پر مهال د ارغنداب ولسوالۍ د ( تره کو کلاچه ) په ۲۵ ټنه بمونو سره له بیخه وکښله او لوټی لوټی یې کړه . راپور وایی چی کله امریکایی پوځیانو پر دغه کوچني کلی د یرغل اراده وکړه نو ډیر پوځیان یې په مابنونو معیوب او بې پښو سول . نو هغه و چی قوماندان یې وخښمېد اوټول کلی د تباه کولو امر یې ورکړ او په دې ډول دغه کلی نور نو د نقشې څخه ورک سو۰                                                                                                                        .  
راپور زیاتوی چی امریکایی پوځیانو د ملکی خلکو کورونه ، باغونه ، ونی او پیداوار پر داسی موسم باندی تباه کړل چی د حاصل او عاید وخت یعنی د اکتوبر میاشت وه راپور زیاتوی چی که امریکایان په دې ډول د خلکو د زړونو ګټل غواړی نو برﺉ یې ډیر مشکل دی ۰                                                                                                                                                                                          . ویل کیږی چی هغوی د ارغنداب، ژړۍ او پنجوایی ولسوالیو خلکو ته له دې درکه ۱۰۰ ملیونه ډالره زیان اړولی دی 

( دلراوبر ويب پاڼه ۲۱ ــ ۱ ــ ۲۰۱۱ ) ۰                                                                           


ـــ  د لوي افغانستان د ويب پاڼي د  ۱۹ ــ ۱ ـــ  ۲۰۱۱  نيټي په حواله  يو افغان ډاکټر داود  ميرکى وايي، ددوى د څېړنو له مخې بهرنيو ځواکونو په ځانګړي ډول امريکايي ځواکونو په افغانستان کې يورانيوم لرونکي بمونه او نورې منعه شوې وسلې استعمال کړي دي. امريکايي ځواکونو په افغانستان کې هغه وسلې او بمونه استعمال کړي چې د اټومي بمونو او يا اټومي انرژۍ له پاتې شونو څخه جوړ شوي دي. داود ميرکي له سرنوشت ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په دې اړه يې څېړنې کړي او ددې ډول وسلو خطرناکې اغيزې يې په افغانانو کې پيدا کړي هم دي. وايي چې د کنډين يورانيوم مېډکل سنټر په نوم يو مرکز هم په دې اړه څېړنې کړي دي او دا يې ثابته کړې چې په افغانستان کې امريکايانو په پراخه کچه يورانيوم لرونکې وسلې او بمونه استعمال کړي دي. دغه راز يو بل افغان شنونکى محمد امين لشکري هم وايي چې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې سپين فاسفورس استعمال کړي دي او دوى له دې وړاندې هم د عراق په فلوجه ښار کې د ٢٠٠٤ کال په نومبر کې سپين فاسفورس په پراخه کچه کارولي وو. سپين فاسفورس دا خاصيت لري چې په هر ځاى کې چې اکسجن وي تر پايه سوزيږي او کله چې پر يو انسان هم استعمال شي تر پايه يې سوزوي. نوموړي له سرنوشت ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې د څېړنو له مخې ددې اغيزې آن په جاپان کې د استعمال شوو اټوم بمونو له اغيزو زياتې دي. داود ميرکى وايي چې په يورانيوم لرونکو بمونو او وسلو او سپين فاسفورس سربيره امريکايي ځواکونو په افغانستان کې نورې ممنوعه وسلې لکه مايکروويو وسلې چې د استعمال په وخت کې انسان پړسوي او دغه راز انرژي بمونه هم استعمال کړي دي چې ښکاره بېلګې يې په ميدان، قلات، کندهار او کونړ کې ليدل شوي دي. وايي چې دا يو بين المللي جنايت دى، چې ورته ټول وژنه يا ټولنيز مرګ ويلى شو چې تر ډېره به دوام کوي او دا ډول اعمال د نړۍ په هيڅ قانون کې جواز نه لري۰

دپورتنيو مستندو کرښو په نظر کي نيولو سره ، که اشغالي بي رحمه  ځواکونو ته بياهم دګوډاګي چارواکو له خوا  قضايي مصؤنيت ورکول سي آيازموږ دولس او وطن دتباهي سبب به ونه ګرځي ؟ ودې سوال ته  بايد دملي ګټو په روڼا کي ځواب  وویل  سي ۰ ښکاره حقيقت دي چی اشغالګرو ته دقضايي مصؤنيت تر چتر لاندي دامنيتي تړون لاس ليک کول نه يوازي به داشغال دبقا سبب وګرځي بلکه افغان وژنه او دپاته ملي شتمنيو د چورولو لړۍ به هم داسي روانه وساتل سی ۰په دې تړون کي داشغالګر ځواک ګټه  په دې کي د ه  ، چی سرتيري به يي يوازي په پوځي اډو کي ميشت وي  او دخپلو اړتياو سره سم پرهره سيمه چی وغواړي د تروريزم دمنځه تلو تر نامه لاندي داوس مهال په څير  پرولس بمباردونه کوي ، ددوي تلفات او مالي لګښت  به   لږ، ولي افغان به يي دافغان سره په جنګ اچولي او تلفات به تر اوس مهال څو چنده وی ۰ داشغالګر حاکميت بله ګټه به په دې کي وي  ، چی خپل ګوډاګي حاکميت به يي ساتلي ،ددوي او ګوډاګي حاکميت دواکمنانو تر منځ به  دملي شتمنيو دويش لړۍ  په ډير ه چټکتيا پر مخ ځي ۰  اوس نو بايد په ځواب کي  ووايو ، چی د قضايي مصؤنيت تر چتر لاندي دامنيتي تړون لاس ليک کول دافغانستان دملي ګټو پر ضد يو ښکاره عمل او دافغان ولس دنوري تباهي سبب ګرځي ۰ ځکه نو د ۲۰۱۱کال په وروستیو میاشتو کي د عراق دولت  دامريکايي اشغالګرو سره ددوي دماتي او شاته تګ پر وخت دقضایی مصؤنیت تر چتر لاندی امنیتی  تړون  دامريکايي واکمنانو دډير تاکيد سره بیا هم  لاس ليک نه کړ ، ځکه  دا يي د اشغال بقا او دملي ګټو ضد عمل بلي ۰  او بيايي  داشغالګرو دسرتیرود وتلو  وروستی ورځ ی دنجات دورځی په نامه  اعلان کړه ۰  دافغانستان  دامنيتي تړون په اړوند  دکرزي او اوباما تر منځ  دنظرليريوالی يوجوړ سوي او  زرګري جنګ دي ، او ددواړو هدف يو دي ۰ يعني د قضايي مصؤنيت تر چتر لاندي د  امنيتي تړون لاس ليک کول دي ۰ ځکه نو دافغان ولس او امريکا دخلګو دتير وتلو  له پاره هم داسي لوبه مخ ته بيايي ۰  کرزي يو ځل وايي چی په دې هکله تلوار نه کوم او دا دولس کاردي هرډول چی هغوي غواړي هم هغسي به کوي ۰ بل ځل بيا د کابل  پوهنتو ن د (۸۰ )يمي کاليزي په جلسه کي دامنيتي تړون  په هکله  داسي وويل : (  افغانستان د ناټو او امریکې سره په امنیتی قرارداد کې ګټه لري په دې کې شک نشته، مونږ غواړو چې له دوی سره امنیتي قرارداد امضا کړو. دوی زمونږ په خاوره کې امنیتي پایګاه غواړي، اډې غواړي. مونږ حاضر یو چې دا ورسره وکړو خو شرط لرو،  هغه دا دی چې اول په افغانستان کې سوله راشي، امن دې راشي. ټول افغانستان دې سره یو وي، حکومت دې متحد او قوي وي، نظام دې قوي وي بیا له امریکې او د ناټو سره د اډو په باب خبرې کوو..ترسولې د مخه مونږ ته خطرات دي دا نشو کولی، د دوی سره رابطه زمونږ په خیر ده، ګټه لري، فایده لري خو په افغانستان کې دې اول سوله تضمین شي، او د همسایه ګان سره زمونږ رابطه اود امریکی او ناټو معامله دې واضح شي چې چیرې ده، په څه شي کې ده. زمونږ نظامي قواوې دې تقویه شي، دولت دې تقویه شي، بازسازي دې په صحیح ډول وشي ا و پیسې دې ښې پریمانه راکړي، بیا مونږ امضا کوو. )           

دکرزي په پورتنيو څرګندونو کي بيا دولس دنظرپه هکله هيڅ نسته بلکه د تيرو دولسو کلونو دفريبه ډکي هغه    څرګندوني دي ، چی هروخت يي دولس دتيروتلو له پاره کړي دي ۰ داسي معلوميږي چی اشغالګر حاکميتونه غواړي او تر خپل وسه کوښښ کوي چی  نور هم افغان ولس  داشغال تر چتر لاندي و ساتي ۰ دا ځکه چی امريکا ته نه يوازي افغانستان  دپوځي  ستراتيژيکي پلوه داهميت وړ دي بلکه افغانستان دطبعي زيرمو له کبله هم ودوي ته  دستر اهميت وړ دي ۰ ځکه دونه  قيمتي معدني  زيرمي لري چی په اوس مهال کي يي  په نړي کي ساري نه ليدل کيږي ۰ ګر چی کرزي دډوبي په وروستي سفر کي د معدني زيرمو قيمت ( ۳۰ ) تريلونه ډالره ياد کړ ۰ ولي داسي ښکاري چی تر پورتني قيمت هم ډيري معدني زيرمي شتون لري ۰     

                             تمت بالخير ۰

 






June 8th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات